منځپانگې ته ورتلل

پر نرانو جنسي تېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

پر نرانو د جنسي تېري يو انځور

پر نرانو جنسي تېری د جنسي تېري یو ډول دی چې قرباني یې نارینه وي. د ټولنې له نظره په عمومي ډول د ښځو پر وړاندې جنسي تېری جرم ګڼل کیږي، خو په دې وروستیو کې د نارینه وو پر وړاندې د جنسي تېري لوړه کچه د ټولنیزو بحثونو موضوع ګرځیدلې ده. [۱] جنسي تېری کوونکی کېدای شي نارینه یا ښځینه وي. اکثره نارینه چې جنسي تېري پرې کیږي دا پټوي ځکه چې که چېرې د یو سړي لخوا جنسي تېري وشي، نو د ټولنې لخوا پرې ملنډې وهل کیږي او د همجنسبازانو په توګه نښه کیږي [۲] او که چېرې جنسي تېری کوونکې ښځينه وي، نو د شکایت په صورت کې نارینه قرباني کیږي. جنسي تیری کوونکی د بریالیتوب لږ چانس لري.

څیړنې او احصایې

[سمول]

په ټولیز ډول

[سمول]

پر نرانو د جنسي تېري په اړه څېړنې یوازې په تېرو 31 کلونو کې پیل شوي او ډېری یې د هلکانو جنسي تېري ته وقف شوي دي. ډېری سرچینې یوازې د ښځو په جنسي تېري تمرکز کوي او نارینه قربانیان له پامه غورځوي. [۳]

نر په نر جنسي تېري

[سمول]

کله چې یو سړی د بل سړي لخوا تر جنسي تېري لاندې نيول کيږي. په اسلام کې دې عمل ته لواط ویل کیږي.

د ارواپوه ډاکټر سارا کرم د څېړنې له مخې، د نارینه وو څخه د جنسي تېري پېښې له لسمې برخې څخه کمې راپور شوي. هغه نارینه چې جنسي تېري پرې کیږي په ندرت سره محافظت ترلاسه کوي، او د عدلي سیسټم دومره اغېزمن نه دی چې د دوی ساتنه وکړي. [۴]
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د امریکا په زندانونو کې له 100,000 څخه تر 140,000 پورې نارینه باندې د جنسي تېري پیښې رامنځ ته کیږي، په داسې حال کې چې د امریکا د فدرالي پولیسو د شمېرو له مخې، په متحده ایالاتو کې [۵] پر ښځو جنسي تېري شمېر شاوخوا 90,000 دی. [۶] په همدې ډول نارينه هم د جګړې پرمهال د جنسي تېري قربانيان دي. [۷]

ښځه په نر جنسي تېری

[سمول]

د نارینه وو په وړاندې د ښځو جنسي تېري د جنسي تېري د نورو قضیو په پرتله لږ څیړل شوي. [۸] د دې ډول جنسي تیري په اړه احصایې مختلف دي. هغه نارینه چې د ښځو لخوا جنسي تیري کیږي [۹] معمولا د ټولنې، سیاست او قانون له خولی پالیسي سره مخ دي. [۱۰] د جنسي تیري قربانیان په محکمه کې د ګټلو لږ چانس لري که دوی دعوی وکړي. د بیلګې په توګه، دیبرا لافا یوه ښځینه ښوونکې وه چې د خپل زوی زده کونکي یې جنسي تیری کړی. محکمې په پای کې د هغه په ګټه پریکړه وکړه. د غیر رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په کالیفورنیا ایالت کې پر ۲۳۰۰۰ نجونو جنسي تېری شوی دی. [۱۱] ډیری داسې پیښې لیدل شوي چې کله ښځه په یو سړي جنسي تیري وکړي او ښځه حامله شي، نارینه د فطر په ورکولو مکلف دی، او دا پیښې حتی د نارینه قربانیانو سره چې د قانوني عمر څخه کم وي. [۱۲] [۱۳] [۱۴]

اړوندې پوښتنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. ↑ Rabin, Roni Caryn (23 January 2012). "Men Struggle for Rape Awareness". The New York Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 30 November 2013.
  2. ↑ Priya M Menon. February 16, 2013. The Times of India, Lacking support, male rape victims stay silent.
  3. ↑ Richard Tewksbury. Department of Justice Administration, University of Louisville. Effects on Sexual Assaults on Men: Physical, Mental and Sexual Consequences. International Journal of Men's Health, Vol 6, No 1, Spring 2007.
  4. ↑ "Male rape victims left to suffer in silence". abc.net.au. February 9, 2001. ترلاسه‌کېدو نېټه 2007-05-30.
  5. ↑ "No Escape: Male Rape in U.S. Prisons - Anomaly Or Epidemic: The Incidence Of Prisoner-On-Prisoner Rape". Human Rights Watch. خوندي شوی له the original on ۳ سپتامبر ۲۰۱۴. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰ ژوئیه ۲۰۱۷.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. ↑ "Forcible Rape - Crime in the United States 2007". FBI (in انگليسي).
  7. ↑ "Forcible Rape - Crime in the United States 2007". FBI (in انگليسي).
  8. ↑ Fisher, Nicola. "An overview of the literature on female-perpetrated adult male sexual victimization" (PDF). University of Kent. خوندي شوی له the original (PDF) on ۴ مارس ۲۰۱۶. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 September 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. ↑ Barbara Krahé; Renate Scheinberger-Olwig; Steffen Bieneck (2003). "Men's Reports of Nonconsensual Sexual Interactions with Women: Prevalence and Impact". Archives of Sexual Behavior. 32 (5): 165–175. doi:10.1023/A:1022456626538.
  10. ↑ Myriam S. Denov (2004). Perspectives on female sex offending: a culture of denial. Ashgate Publishing, Ltd. ISBN 978-0-7546-3565-9.
  11. ↑ Phillips, Anna (2014-10-16). "Florida Supreme Court rules in favor of Debra Lafave". Tampa Bay Times. Tampa Bay Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 2015-01-21.
  12. ↑ "Court Tells Youth to Support Child He Fathered at Age 13". New York Times. 1993-03-06. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-03-20.
  13. ↑ "Arizona Is Requiring A Male Statutory Rape Victim To Pay Child Support". Business Insider. 2014-09-02. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-03-20.
  14. ↑ "Statutory Rape Victim Ordered To Pay Child Support". Chicago Tribune. 1996-12-22. خوندي شوی له the original on 2016-03-11. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-03-20.